33 اګر کۀ هغه همېشه ستاسو نه مخکښې روان وو چې ستاسو دپاره د خېمو لګولو ځائ ولټوى. ستاسو د لارښودنې دپاره هغه به ستاسو په مخکښې د شپې د اور په ستن کښې او د ورځې د وريځې په ستن کښې روان وو.
د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
په ورځ کښې به هغۀ د وريځ په ذريعه رهنمائى کوله، او ټوله شپه به يې د اور په رڼا سره بوتلل.
د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”د بنى اِسرائيلو کوم خلق چې د مرګ نه بچ پاتې شوى وُو ما په هغوئ په بيابان کښې فضل وکړو، کله چې هغوئ د آرام په تلاش کښې روان وُو ما د هغوئ ساتنه وکړه.
په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.
او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“
کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى.
نو هغوئ به د دې مُلک اوسېدونکو ته ووائى چا چې د مخکښې نه دا اورېدلى دى چې مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مل يې، او چې کله ستا وريځ زمونږ دپاسه ولاړه وى نو تۀ راته مخامخ ښکارېږې او چې تۀ زمونږ د ورځې د وريځې په ستن کښې او د شپې د اور په ستن کښې لارښودنه کوې.