3 د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه څلوېښت کاله پس د يوولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د وئيلو حُکم ورکړے وو.
دا هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.
د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل،
په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.
د مالِک خُدائ په حُکم باندې، هارون اِمام د حُور غرۀ ته وختلو. د يو سل درويشتو کالو په عُمر کښې چې اِسرائيليان د مِصر نه راوتلى وُو د هغې په څلوېښتم کال د پينځمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغه مړ شو.
د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے.