27 تاسو يو بل ته وغورېدئ او ومو وئيل، مالِک خُدائ زمونږ نه نفرت کوى. هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه صِرف د دې دپاره راوويستلو چې اموريانو ته مو حواله کړى چې هغوئ مونږ ووژنى.
هغوئ به په خپلو خېمو کښې غورېدل او د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړه.
او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“
مالِک خُدائ مونږ هغه مُلک ته ولې بوځى؟ مونږ به په جنګ کښې ووژلے شُو او زمونږ ښځې او بچى به ونيولے شى. دا به ښۀ نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“
او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بېکاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“
بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى.
زۀ ستا نه يرېدم ځکه چې تۀ يو ظالم سړے يې. هغه څۀ اخلى څۀ چې ستا نۀ وى او هغه څۀ رېبى کوم چې تا کَرلى نۀ وى.
ګنې، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه مُلک ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې دپاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو.