24 هغوئ د اسکال وادى پورې د غرونو مُلک ته د معلوماتو حاصلولو دپاره لاړل.
وګورئ چې هغه زمکه زرخېزه او کۀ شاړه ده او ونې بوټى په کښې شته او کۀ نشته. او تکړه شئ چې هلته کومه مېوه کيږى لږه ترې نه راوړئ.“ دا هغه موسم وو چې انګور په پخېدو شروع وُو.
هغوئ د اسکال وادۍ پورې لاړل او هغه مُلک يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اراده بدله کړه چې هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.
دا خبره په ما ښۀ ولګېده، نو ما د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړو.
هغوئ چې هلته کومه مېوه وموندله نو لږه يې ترې نه راوړه او هغوئ وفرمائيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک چې کوم مُلک مونږ له راکوى هغه ډېر آباد دے.