Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 1:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 1:17
48 Iomraidhean Croise  

دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“


مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.


هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په هر يو ښار کښې قاضيان مقرر کړل


او هغوئ ته يې دا اصُول وښودل، ”په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، تاسو به د خلقو د خوښې په مطابق فېصلې نۀ کوئ، بلکې د مالِک خُدائ په مرضۍ به کار کوئ او چې کله تاسو يوه فېصله کوئ نو مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.


ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بې‌عزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے،


”ترڅو پورې به تاسو په بې‌اِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟


تۀ او دا خلق به ځانونه ستړى کړئ. دا کار ستا دپاره ډېر مشکل دے، تۀ دا کار يواځې نۀ شې کولے.


هغوئ دې همېشه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کوى. هغوئ به ټولې سختې لانجې تا له راوړى، خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کوى، نو ستا دپاره به آسانى جوړه شى او بوج به درنه کم شى.


هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.


دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بې‌ګناه د اِنصاف نه محروم شى.


هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده.


د چا طرفدارى کول ښۀ کار نۀ دے ځکه چې ځينې خلق به د يوې نوړۍ روټۍ دپاره غلط کار وکړى.


څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.


نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.


د عدالت په فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.


”نو په دې وجه ما تۀ د ټولو خلقو په وړاندې سپک او عاجز کړې، ځکه چې تا زما په طريقو عمل ونۀ کړو خو د شريعت په مسئلو کښې دې طرفدارى وکړه.“


هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې.


هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“


هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”اُستاذه، مونږ په دې خبر يُو چې تۀ څۀ وائې او کوم تعليم چې ورکوې هغه ټيک دے او د هيچا طرفدارے نۀ کوې خو په رښتيا سره د خُدائ پاک د لارې تعليم ورکوې.


ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.


هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.


مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.


فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو دپاره عدالت ته لاړ شى او قاضيان فېصله وکړى چې يو په حقه دے او بل په ناحقه دے.


ځکه چې څوک بد کوى هغۀ ته به د خپلې بدۍ سزا مِلاو شى، ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى.


خو کۀ چرې تاسو طرفدارى کوئ نو ګناه کوئ او د شريعت په مطابق مجرمان يئ.


او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.


خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“


کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan