Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 1:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو ما هغه هوښيار او تجربه‌کاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 1:15
12 Iomraidhean Croise  

د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ.


د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“


موسىٰ هغه آفسرانو ته سخت غصه وو، چې د سلګونو او زرګونو مشران وُو او د جنګ نه راواپس شوى وُو.


دا هم هغه هستى وه چې نعمتونه يې خلقو له ورکړل چې څوک به رسولان، څوک به نبيان، او څوک به د زيرى اورونکى، او څوک به د ايماندارانو شپونکى، او څوک به اُستاذان وى.


او تاسو زما سره متفِق شوئ او ومو وئيل چې دا به ډېر ښۀ کار وشى.


په هغه وخت ما ستاسو قاضيانو له حُکم ورکړو چې ستاسو د خلقو په مينځ کښې کومې لانجې راځى نو هغې ته غوږ نيسئ. هره يوه لانجه په اِنصاف سره فېصله کوئ، کۀ د دې لانجې تعلق صِرف ستاسو خپلو خلقو سره وى يا کۀ په کښې هغه مسافر هم شريک وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


او دا لس پنير مشر آفسر له يوسه. دا معلوم کړه چې ستا وروڼه څنګه دى او چې داسې څۀ نښه راوړې چې د هغې نه دا ښکاره شى چې تا هغوئ وليدل او هغوئ ښۀ دى.


نو هغۀ خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”د بنيامين سړو غوږ ونيسئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې داؤد به تاسو ټولو له پټى او د انګورو باغونه درکړى؟ او د خپل لښکر آفسران به مو جوړ کړى؟


هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسله او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan