14 او تاسو زما سره متفِق شوئ او ومو وئيل چې دا به ډېر ښۀ کار وشى.
د هرې قبيلې نه يو څو هوښيار، پوهه لرونکى او تجربهکار سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ په تاسو مشران جوړ کړم.
نو ما هغه هوښيار او تجربهکاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.