Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 9:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 اے مالِکه خُدايه، مونږ او زمونږ بادشاهان، زمونږ شهزادګان او زمونږ پلار نيکونه په شرمونو شرمنده يُو ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 9:8
15 Iomraidhean Croise  

زۀ د خپلو خلقو سره داسې ځکه کوم چې هغوئ زما خِلاف ګناه کړې ده. او د هغه وخت نه چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوتلى دى تر نن ورځې پورې يې زما غصه راپارولې ده.“


نو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هلته په هغه مُلک کښې هغوئ توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې مونږ ډېر ګناهګار او بدعمله يو، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره.


مالِکه خُدايه، ما ته وګوره او زما سوال واوره، لکه څنګه چې زۀ ستا د خِدمتګارانو يعنې بنى اِسرائيلو دپاره شپه او ورځ دُعا کوم. زۀ دا اِقرار کوم چې مونږ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. ما او زما پلار نيکۀ ګناه کړې ده.


د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.


اے مالِکه خُدايه، مونږ ستا خِلاف بدکارونه کړى دى، مونږ د خپلو بدو کارونو او د خپل پلار نيکۀ د بدو کارونو اِقرار کوُو.


د اِسرائيل او د يهوداه خلقو زۀ په هغه ټولو شرارتونو کوم چې دوئ وکړل غصه کړم کۀ هغه بادشاهانو، آفسرانو، مشرانو، اِمامانو او کۀ نبيانو هم کړى وى.


آيا هغوئ په خپل دې عمل سره ما ته نقصان رسوى څۀ؟ خو هغوئ خپل ځان ته نقصان رسوى او په خپل دې عمل سره خپل ځانونه شرموى.


”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.


”مونږ ګناه او سرکشى وکړه او تا مونږ معاف کړى نۀ يُو.


زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.


کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه.


خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan