Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 9:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 مالِکه، تۀ صادق يې، خو نن ورځ مونږ د يهوداه او يروشلم او د ټول بنى اِسرائيل خلق، نزدې او لرې شرمنده يو، په هغه ټولو مُلکونو کښې چرته چې تا مونږ د خپلو غدارى په وجه خوارۀ کړى يُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 9:7
34 Iomraidhean Croise  

خو اوس چې مونږ ته زمونږ د ګناه او بدۍ په وجه چې کومه سزا مِلاو شوه، مونږ ته دا پته ده زمونږ خُدايه پاکه، چې تا مونږ له د هغې نه کمه سزا راکړې ده چې د څومره مونږ حقدار وُو او زمونږ څۀ خلق دې ژوندى پرېښى دى،


مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“


تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه، اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا مونږ سره اِنصاف وکړو.


تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه او ستا فېصلې د اِنصاف دى


زۀ ټوله ورځ بې‌عزته کېږم، او په مخ مې شرم راخور شوے زۀ شرمېږم.


اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.


ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم، ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے. تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې، او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.


کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى.


اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟


په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“


زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بې‌عزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بې‌عزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.


مونږ له په کار دى چې بې‌عزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“


د اِسرائيل او د يهوداه خلقو زۀ په هغه ټولو شرارتونو کوم چې دوئ وکړل غصه کړم کۀ هغه بادشاهانو، آفسرانو، مشرانو، اِمامانو او کۀ نبيانو هم کړى وى.


په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او يروشلم به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.


دوئ به يروشلم داسې محاصره کړى لکه چې سړى د پټى حفاظت کوى، ځکه چې د دې خلقو د مالِک خُدائ نه سرکشى کړې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائى.


آيا هغوئ په خپل دې عمل سره ما ته نقصان رسوى څۀ؟ خو هغوئ خپل ځان ته نقصان رسوى او په خپل دې عمل سره خپل ځانونه شرموى.


کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


نو بيا به تاسو ته خپل حرام کارونه او غلط حرکتونه در په ياد شى، او بيا به تۀ په خپلو حرامو کارونو او ګناهونو د پښېمانۍ احساس وکړې.


نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.


هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.


نو مالِک خُدائ هم په مونږ د افت راوستلو څۀ پرواه ونۀ کړه، ځکه چې زمونږ مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، خو بيا هم مونږ د هغۀ تابعدارى ونۀ کړه.


اے خُدايه، غوږ ونيسه او واوره، خپلې سترګې کولاو کړه او هغه کنډر شوے ښار وګوره چې ستا په نوم پورې تړلے شوے دے. مونږ تا ته سوال زارى د دې دپاره نۀ کوُو چې مونږ صادقان يُو، خو ځکه چې تۀ ډېر مهربانه يې.


اے مالِکه خُدايه، مونږ او زمونږ بادشاهان، زمونږ شهزادګان او زمونږ پلار نيکونه په شرمونو شرمنده يُو ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.


نو زۀ به حُکم ورکړم، او زۀ به د بنى اِسرائيلو قوم په نورو قومونو کښې داسې چاڼ کړم لکه څنګه چې په چج غله چاڼ کيږى، او يو کاڼے به هم په غله کښې ترې نه لاړ نۀ شى.


په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟


مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.


مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan