Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 9:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 مونږ ستا خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته غوږ ونۀ نيولو، چا چې ستا په نوم زمونږ بادشاهانو، زمونږ شهزادګانو او پلار نيکونو، او زمونږ د مُلک ټولو خلقو ته خبرې وکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 9:6
29 Iomraidhean Croise  

د سامريه زوال ځکه وشو چې د اِسرائيل خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى نۀ کوله او هغۀ سره يې کړے لوظ مات کړو او د هغه ټول قانون نافرمانى يې وکړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له يې ورکړے وو. هغوئ به نۀ ورته غوږ نيولو او نۀ به يې پرې عمل کولو.


اګر چې مالِک خُدائ منسى او د هغۀ خلقو له خبردارے ورکړو، خو هغوئ به ورته غوږ نۀ نيولو.


زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بې‌عزته يُو.


ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.


اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.


زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ ستا قانون نۀ دے منلے. هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو.


او کۀ چرې تاسو زما د خِدمت کوونکو پېغمبرانو کلام ته غوږ ونۀ نيسئ کوم چې ما تاسو ته بار بار درلېږلى دى خو تاسو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو،


مالِک خُدائ فرمائى چې، ځکه چې هغوئ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو، هغه پېغام چې ما بار بار د خپلو خادِمانو نبيانو په ذريعه هغوئ ته ورکړے وو. او تاسو جلاوطنو هم زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو، مالِک خُدائ فرمائى.


”کومه خبره چې تا مونږ ته د مالِک خُدائ په نوم وکړه هغې ته به مونږ غوږ نۀ نيسو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو.


خو هغوئ زما دا حکم ونۀ منلو او زما کلام ته يې غوږ ونۀ نيولو، بلکې د خپل سرکشه زړۀ خواهشونه يې ومنل نو په دې باندې هغوئ د ښۀ کېدو په ځائ نور هم خراب شول.


مونږ د خپل مالِک خُدائ تابعدارى نۀ ده کړې او د هغۀ هغه حُکمونه مو نۀ دى منلى کوم چې هغۀ مونږ ته د خپل خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړل.


خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan