Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 9:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ما خپل مالِک خُدائ نه دُعا وغوښتله او اقرار مې وکړو، ”اے مالِکه، تۀ لوئ او حېرانونکے خُدائ يې، څوک چې د خپلې مينې وعده د هغوئ سره قائمه ساتى څوک چې تا سره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 9:4
30 Iomraidhean Croise  

او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه. پاس په آسمان کښې او لاندې په زمکه ستا په شان خُدائ نشته، د خپلو خلقو سره ستا لوظ پوره کړه څوک چې د زړۀ د اخلاصه ستا تابعدارى کوى او هغوئ ته خپله مينه وښايه.


نو کۀ زما خلق څوک چې زما خپل خلق دى ما ته سوال وکړى او توبه وباسى او چې هغوئ کوم بد عمل کوى د هغې نه راوګرځى، نو بيا به زۀ په آسمان کښې د هغوئ سوال واورم، د هغوئ ګناهونه به معاف کړم او د هغوئ زمکه به بيا آباده کړم.


کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل.


او ما ووئيل، ”اے مالِکه خُدايه، د آسمان خُدايه پاکه، اے عظيمه او د رُعب خُدايه پاکه، تۀ د هغه چا سره خپل د رحم لوظ پوره کوې چې څوک درسره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،


اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.


نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.


خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.


خو کله چې دانيال په دې خبر شو چې دا فرمان جارى شوے دے، نو هغه په خپل کور کښې بره کوټې ته لاړو چې کړکۍ يې د يروشلم طرف ته کولاو وې. نو هره ورځ به يې درې ځله سجده او دُعا کوله، او د خپل خُدائ پاک شُکر به يې ادا کولو، لکه څنګه چې هغۀ وړاندې کول.


نو بيا زۀ مالِک خُدائ ته راوګرځېدم او هغۀ ته مې مِنت زارى وکړه او روژه مې ونيوله، او ما د ټاټ جامې واغوستلې او په خپل ځان مې ايره ونوستله.


او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى.


مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.


خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.


کۀ تاسو دې حُکمونو ته غوږ ونيسئ او په وفادارۍ سره پرې عمل کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو سره خپل لوظ پوره کړى او خپله نۀ بدلېدونکې مينه به درته وښائى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے.


ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،


بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.


اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan