Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 9:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 9:26
39 Iomraidhean Croise  

هغوئ ورته ووئيل، ”ساؤل زمونږ داسې تباه کول غوښتل چې د اِسرائيل په مُلک کښې زمونږ يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شى.


ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان، ژبه مې تالو پورې شوه چسپان، په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.


ګورئ، مالِک خُدائ به داسې قوى او طاقتور لښکر راولېږى، لکه د ږلۍ طوفان او زل زول او د باران د طوفان په شان، دا به لکه د زورَور سېلاب پرې حمله وکړى او په زمکه به يې سر د لاندې راوولى.


زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.


هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بې‌اولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.


نو په دې وجه به زۀ، مالِک خُدائ د اسور بادشاه او د هغۀ ټول لښکر راولم چې په يهوداه حمله وکړى. د هغۀ لښکر به داسې وړاندې راشى لکه چې د فرات د سيند اوبۀ د غاړو نه راوړېدلې وى.


څوک دے دا چې لکه د نيل درياب په شان موجونه وهى، لکه د هغه سيند په شان چې اوبۀ يې په بره موجونه وهى او ټوله زمکه لاندې کوى؟


سمندر به په بابل راواوړى او د هغۀ زورَورى چپې به بابل پټ کړى.


د هغۀ زامن به د جنګ دپاره تيار شى او يو لوئ لښکر به جوړ کړى، دا به لکه د سېلاب غوندې وى او جنګ به د هغۀ قلعه ګانو ته ورورسوى.


هغه به يوه منصوبه جوړه کړى چې د خپل ټول سلطنت د زور سره راشى او هغه به د جنوب د بادشاه سره اِتحاد وکړى. او خپله لور به هغۀ ته وادۀ کړى د دې دپاره چې سلطنت تباه کړى، خو د هغۀ منصوبه به کاميابه نۀ شى او نۀ به فائده ورکړى.


د هغۀ په وړاندې به لوئ لښکر جارُو شى، هغه او مشر اِمام به تباه شى.


بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.


هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“


نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لو‌عمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“


د دې په وجه به زمکه ولړزيږى او څوک هم چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به ماتم کوى. لکه څنګه چې په مِصر کښې د نيل درياب د سېلاب په وخت کښې اوچتيږى داسې به ټوله زمکه اوچته شى، او بيا به دوباره کښېنى.“


مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى.


خو هغه به په يو زورَور سېلاب سره د نينوه خاتمه وکړى، هغه به خپل دشمنان د لحد تيارو ته ورسوى.


”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو.


بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.


او اوس وګوره، هغه دے ستاسو کور خوشے او شاړ پاتې کيږى.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا لوئ لوئ عمارتونه وينې؟ په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“


هر کله چې تاسو د لرې او نزدې جنګونو خبر واورئ نو مۀ وارخطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.


هغۀ جواب ورکړو، ”آو، الياس به وړومبے راځى چې هر څيز سم کړى، خو په صحيفو کښې ليکلى دى چې په اِبن آدم به ډيرې سختۍ تېرې شى او په سپک نظر به ورته وکتلے شى.


هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېر‌يهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.


”دا څيزونه چې تاسو وينئ، داسې وخت راتلونکے دے چې په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“


ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.


زۀ به پس د دې نه تاسو سره ډيرې خبرې ونۀ کړم ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان راتلونکے دے. خو د هغۀ په ما هيڅ اختيار نشته.


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“


خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan