23 څنګه چې تا دُعا شروع کړه نو هغې ته جواب ورکړے شو، زۀ د هغې وئيلو دپاره تا له راغلم ځکه چې تۀ ډېر قدرمند يې. په دې وجه دې پېغام ته په خيال سره غوږ شه او په رويا ځان پوهه کړه.
بيا د آموص زوئ يشعياه حزقياه له دا پېغام ولېږلو، ”مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک فرمائى چې، ما د اسوريانو بادشاه سينحرب په حقله ستا دُعا اورېدلې ده.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.
کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
”اے بنى آدمه، په يو ګزار سره به زۀ ستا د سترګو تور، ستا ښځه ختمه کړم. خو تۀ مۀ د غم سندرې وايه مۀ ژړا کوه او مۀ اوښکې تويوه.
هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى.
د فارس د بادشاه خورس د بادشاهۍ په درېم کال ما دانيال ته چې راته بيلطشضر هم وئيل کېدو يوه رويا راکړے شوه. د دې پېغام حقيقت وو او دا د يو لوئ جنګ په حقله وه. د رويا په وسيله زۀ په دې پېغام پوهه شوم.
هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“
دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى.
يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)
هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“