15 اوس اے مالِکه زمونږ خُدايه، تا چا چې خپل خلق د مِصر نه په خپل زورَور لاس راوويستل او خپل نوم له دې عزت او جلال ورکړو چې تر ننه قائم دے، د دې باوجود هم مونږ ګناه وکړه، مونږ بدکارونه وکړل.
نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.
خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه.