Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 9:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 نو مالِک خُدائ هم په مونږ د افت راوستلو څۀ پرواه ونۀ کړه، ځکه چې زمونږ مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، خو بيا هم مونږ د هغۀ تابعدارى ونۀ کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 9:14
16 Iomraidhean Croise  

نو بادشاه او مشرانو په عاجزۍ سره دا ومنله چې هغوئ ګناه کړې ده او هغوئ ووئيل، ”مالِک خُدائ چې څۀ کوى نو هغه صحيح دى.“


مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“


تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه، اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا مونږ سره اِنصاف وکړو.


د هغۀ د لاس ټول کارونه په اِنصاف او ښۀ دى، او د هغۀ ټول اصُولونه اعتبارى دى.


مالِک خُدائ مهربانه او صادق دے، زمونږ خُدائ پاک پوره رحيم دے.


تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه او ستا فېصلې د اِنصاف دى


اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.


فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو.


اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟


او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.


دوئ به يروشلم داسې محاصره کړى لکه چې سړى د پټى حفاظت کوى، ځکه چې د دې خلقو د مالِک خُدائ نه سرکشى کړې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائى.


زۀ به په تاسو ضرور افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. د يهوداه هر يو کس څوک چې اوس په مِصر کښې اوسيږى ټول به جنګ او يا په قحط کښې مړۀ شى ترڅو چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شى.


د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.


ځکه چې تا ته د خپلې ځوانۍ ورځې يادې نۀ دى خو زۀ تا په دې څيزونو سره غصه کړم. تا چې کوم بد عملونه کړى دى زۀ به د هغې ټولو بدله ستا نه واخلم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ته د خپلې ټولې حرام کارۍ سره په شهوت پرستۍ کښې د حد نه تېره شوې.“


د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.


مالِکه، تۀ صادق يې، خو نن ورځ مونږ د يهوداه او يروشلم او د ټول بنى اِسرائيل خلق، نزدې او لرې شرمنده يو، په هغه ټولو مُلکونو کښې چرته چې تا مونږ د خپلو غدارى په وجه خوارۀ کړى يُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan