Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 9:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 مونږ د خپل مالِک خُدائ تابعدارى نۀ ده کړې او د هغۀ هغه حُکمونه مو نۀ دى منلى کوم چې هغۀ مونږ ته د خپل خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 9:10
8 Iomraidhean Croise  

د سامريه زوال ځکه وشو چې د اِسرائيل خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى نۀ کوله او هغۀ سره يې کړے لوظ مات کړو او د هغه ټول قانون نافرمانى يې وکړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له يې ورکړے وو. هغوئ به نۀ ورته غوږ نيولو او نۀ به يې پرې عمل کولو.


نو بيا هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې، ستاسو پلار نيکۀ زۀ هېر کړے وم، هغوئ زما په ځائ د نورو معبودانو عبادت او خِدمت وکړو. او هغوئ زۀ پرېښودم او زما د کلام تابعدارى يې ونۀ کړه.


خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.


مونږ ستا خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته غوږ ونۀ نيولو، چا چې ستا په نوم زمونږ بادشاهانو، زمونږ شهزادګانو او پلار نيکونو، او زمونږ د مُلک ټولو خلقو ته خبرې وکړې.


په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan