1 د مادى د اخسويرس د زوئ داريوس د بادشاهۍ په اول کال څوک چې د بابليانو بادشاه جوړ شو،
د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.
د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو.
او دانيال د فارس د خورس د بادشاهۍ اول کال پورې هلته په شاهى دربار کښې خِدمت کولو.
يو څو ځوانان چې هيڅ قسمه جسمانى عېب په کښې نۀ وى، چې ښکلى، او د هر قسمه زده کړې قابليت په کښې وى، ښۀ هوښيار وى، په پوهېدلو کښې تېز، او د شاهى محل د خِدمت قابل وى راوله. هغه به دې ځوانانو ته د بابل د ژبې او د ادب لوستلو تربيت ورکړى.
او د داريوس ميدى د بادشاهۍ په اول کال، زۀ ودرېدلم چې هغه مضبوط او تکړه کړم.
داريوس ميدى چې د دوو شپيتو کالو وو نو بادشاهى يې ونيوله.
داريوس دا فېصله وکړه چې ټوله بادشاهى په يو سل او شل صوبو باندې تقسيم کړى، او هغۀ لوئ آفسران مقرر کړل چې په هره صوبه حکمرانى وکړى.
نو دانيال د داريوس بادشاه په حکومت کښې او د فارس د بادشاه خورس په حکومت کښې ډېر مخکښې شو.