”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.
خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے،
حمله کوونکے بادشاه به هم هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى، څوک به د هغۀ خلاف نۀ شى ودرېدلے. هغه به ځان په ښائسته مُلک کښې آباد کړى او هغۀ سره به د هغې د تباه کولو اختيار وى.
د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى.