Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ما هغه وليدو چې په هغه ګډ يې په ډيرې غصې سره حمله وکړه، هغه ګډ يې لاندې راوغورزولو او د هغۀ دواړه ښکرونه يې ټوټه ټوټه کړل. د هغۀ په نسبت هغه ډېر کمزورے وو چې د هغۀ مقابله يې کړے وے، چېلى هغه لاندې په زمکه راوغورزولو او د پښو لاندې يې کړو، او چا هم هغه ګډ د هغۀ د زور نه بچ کولے نۀ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 8:7
8 Iomraidhean Croise  

بيا به د جنوب بادشاه په غصه کښې راوځى او د شمال د بادشاه په خلاف به جنګ وکړى، څوک چې به لوئ لښکر تيار کړى خو هغوئ به هم شکست وخورى.


د هغه نورو درېو واړو ځناورو نه قدرت واخستلے شو، خو هغوئ ته د لږ وخت دپاره د ژوندى پاتې کېدلو اجازت مِلاو شو.


د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.


دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل.


هغه د هغه دوو ښکرو والا ګډ له کوم چې ما د نِهر په غاړه ليدلے وو په تېزه او غصه ورغلو.


چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو.


کله چې هيڅ څوک هم په تاسو پسې نۀ وى نو تاسو به په يو بل باندې غورزېږئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې د دشمن په مخکښې ودرېږئ.


کله چې د عى سړو شاته وکتل نو هغوئ وليدل چې لوګے د آسمان طرف ته ختو. هغوئ ته د تښتېدلو دپاره لار پاتې نۀ شوه ځکه چې کومو بنى اِسرائيلو چې د صحرا طرف ته منډه وهله نو هغوئ ورباندې د حملې کولو دپاره راواپس شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan