5 کله چې ما د دې په حقله سوچ کولو، نو ناڅاپه يو چېلے چې د سترګو په مينځ کښې يې مضبوط ښکر وو د مشرق طرف نه راغلو، هغه زمکې سره د لګېدو نه بغېر د ټولې دُنيا نه راواوړېدو.
نو بيا به يو زورَور بادشاه راشى او هغه به په لوئ اختيار سره بادشاهى کوى او هر څۀ چې يې زړۀ غواړى هغه به وکړى.
د دې مجسمې سر د خالصو سرو زرو نه جوړ شوے وو، د هغۀ سينه او لاسونه د سپينو زرو نه، د هغۀ ګېډه او پتونونه د زېړو نه جوړ وُو،
ستا نه وروستو، به يوه بله بادشاهى قائمه شى چې ستا د بادشاهۍ نه به کمزورې وى، او بيا به درېمه بادشاهى راشى، د زېړو به وى، او دا به په ټوله زمکه حکمرانى وکړى.
د دې نه وروستو، ما يو بل ځناور وليدو، هغه لکه د پړانګ په شان وو. او د دۀ په شا لکه د مارغۀ په شان څلور وزرې وې. د دې ځناور څلور سرونه وُو، او دۀ ته يې د حکومت کولو اختيار ورکړے وو.
دا وېښتو والا چېلے د يونان بادشاه دے، او هغه د سترګو په مينځ کښې لوئ ښکر اولنے بادشاه دے.
هغه د هغه دوو ښکرو والا ګډ له کوم چې ما د نِهر په غاړه ليدلے وو په تېزه او غصه ورغلو.
چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو.