دانيال 8:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو. Faic an caibideil |
هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو.