Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 8:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 د دوئ د بادشاهۍ په آخرى ورځو کښې کله چې د دې سرکشى او بدکارى آخرى حد ته ورسيږى، نو يو ظالم او ماهر مکار بادشاه به راوچت شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 8:23
23 Iomraidhean Croise  

په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“


نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.


تۀ به زما د قوم بنى اِسرائيلو خلاف لکه د وريځ حمله وکړې کومه چې زمکه پټوى. په راتلونکو ورځو کښې، اے جوجه، زۀ به تا د خپل مُلک په خلاف راپاڅوم، نو چې مُلکونه ما وپېژنى کله چې ستا په وسيله زۀ خپل ځان د هغوئ د سترګو د وړاندې مقدس ښکاره کړم.


ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى.


زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“


د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى.


ناګهانه به مالداره صوبې ونيسى نو هغه به په هغوئ حمله وکړى او هغه هر څۀ به حاصل کړى چې د هغوئ پلار نيکۀ نۀ وو حاصل کړى. هغه به غنيمت، لوټ شوے دولت په خپلو ملګرو کښې تقسيم کړى. هغه به د قلعه ګانو د قبضه کولو منصوبې جوړې کړى خو دا به د لږ وخت دپاره وى.


ورته مې هم هغه شان کتل ځکه چې هغه ورکوټے ښکر د کبر نه ډکې خبرې کولې. تر هغې پورې مې ورته کتل چې هغه څلورم ځناور مړ کړے شو او د دۀ لاش تباه او بَل شوى اور ته وغورزولے شو.


ما هم غوښتل چې د هغۀ په سر د هغه لسو ښکرونو په حقله معلومات حاصل کړم، د هغه بل ښکر په حقله کوم چې راوختلو، د کوم د راختلو نه مخکښې چې هغه درې وغورزېدل، هغه ښکر چې د نورو نه بيا غټ ښکارېدو او چې سترګې يې د انسان په شان وې، او د دې خولې د کبر خبرې کولې.


هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.


کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بې‌پرواهۍ سره لافې کولې.


هغه څلور ښکرونه کوم چې د هغۀ يو مات شوى ښکر په ځائ راوتلو د دې مطلب دا دے چې د اول بادشاهۍ نه به څلور نورې بادشاهۍ جوړې شى خو يو به هم دومره زور طاقت نۀ لرى.


هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى. ‏


د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت.


سمندرى جهازُونه به د قبرص نه راشى، هغوئ به اسور او عِبر فتح کړى، خو په آخر کښې به قبرص هم تباه شى.“


نو ځئ او د خپل پلار نيکۀ نيمګړے کنډول ډک کړئ.


هغوئ به يو ظالم او بې‌رحمه قوم وى چې نۀ به د مشرانو عزت کوى او نۀ به په کشرانو رحم کوى.


ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.


نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بې‌لارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى.


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan