16 او ما د اولائى نِهر د غاړې نه د يو سړى آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”اے جبرائيله، دې سړى ته د دې رويا مطلب ووايه.“
زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“
خو زۀ به اول تا ته هغه څۀ ووايم چې څۀ د حقيقت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د دوئ خلاف هيڅ څوک هم زما مدد نۀ کوى بغېر د ميکائيل ستاسو د شهزاده نه.
نو بيا زۀ هغه ولاړو کسانو ته چې هلته تخت سره نزدې وُو يو له ورغلم او تپوس مې ترې نه وکړو چې د دې هر څۀ مطلب څۀ دے. نو هغۀ ما ته د دې تعبير څۀ داسې وکړو،
په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.
ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“
او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.
فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.
بيا د هغې په شپږمه مياشت خُدائ پاک جبرائيل فرښته د ګليل ناصرت نومې ښار ته يوې پېغلې ته ورولېږله
بيا يو آواز د هغۀ تر غوږه شو او ورته يې وئيل، ”پاڅه، پطروسه، دا حلال کړه او وې خوره.“
هغه سړى چې د ساؤل سره په سفر کښې ملګرى وُو، هغوئ غلى ودرېدل. هغوئ آواز واورېدو خو څوک يې ونۀ ليدل.
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟
زۀ ورپسې راتاو شوم چې دا څوک دے چې ما سره خبرې کوى، او چې زۀ راتاو شوم نو ما د سرو زرو اووۀ ډيوټونه وليدل.
ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“