14 بيا فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا به تر دوه زره او درې سوه ماښامونو او سحرونو پورې وخت واخلى، او د هغې نه وروستو به د مالِک خُدائ کور دوباره مقدس کړے شى.“
بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“