Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 8:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د بيلشضر بادشاه د بادشاهۍ په درېم کال، ما دانيال بله رويا وليده، د هغې رويا نه وروستو کومه چې ما مخکښې ليدلې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 8:1
11 Iomraidhean Croise  

په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.


نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.


کله چې دا رويا ما وليده نو په هغه وخت کښې ما دانيال د درې هفتو نه ماتم کولو.


صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل.


خو د هغۀ د ښکاره کېدو نه وروستو به د هغۀ بادشاهى ټوکړې ټوکړې شى، او دا به په څلورو حِصو تقسيم شى. دا به د دۀ اولاد ته پاتې نۀ شى، او نۀ به بيا هغه داسې طاقتوره وى لکه څنګه چې اول وه، ځکه د دۀ بادشاهى به د بېخ نه ختمه شى او نورو ته به حواله کړے شى.


د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل.


زۀ دانيال، د هغه هر څۀ په حقله پرېشانه وم څۀ چې ما ليدلى وُو، او زما رويا زۀ ويرولم.


دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“


کله چې ما دانيال دا رويا کتله او په دې د پوهېدلو کوشش مې کولو، نو زما په وړاندې څوک ودرېدو چې لکه د انسان غوندې ښکارېدو.


په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.


د هغۀ د بادشاهۍ په اول کال، زۀ دانيال د مقدسو صحيفو نه پوهه شوم، د مالِک خُدائ د هغه کلام په مطابق چې هغۀ يرمياه نبى له ورکړے وو، چې يروشلم به د اويا کاله پورې وران وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan