Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 7:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بې‌پرواهۍ سره لافې کولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 7:8
15 Iomraidhean Croise  

مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.


بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.


نو بيا ما غوښتل چې د څلورم ځناور په حقله صحيح مطلب باندې ځان پوهه کړم، کوم چې د نورو ټولو نه مختلف او يروونکے وو. او غاښونه يې د اوسپنې او د پښو پنجې يې د زېړو وې، هغه ځناور چې خپل ښکارونه يې ريچې ريچې کړل او تير يې کړل او څۀ چې ترې نه پاتې شول هغه يې د پښو لاندې کړل.


هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.


ځکه چې خلق به خود غرضه، لالچيان، لافې کوونکى، مغروره، ګستاخه، د مور پلار نافرمانه، ناشُکره، بې‌دينه،


ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.


دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.


بيا ما د سمندر نه يوه بلا په راوتو وليده. د هغې لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، او د هغې په ښکرونو لس واړه تاجونه وُو او د دې په هر سر د کُفر جدا جدا نومونه وُو.


دا مُلخان لکه د جنګى آسونو په شان وُو او د هغوئ په سرونو تاجُونه لکه د سرو زرو په شان وُو او د هغوئ مخونه د انسان په شان وُو.


لوئې لافې وهل بس کړئ، د غرور خبرې د خولې نه مۀ راوباسئ. ځکه چې مالِک خُدائ يو داسې خُدائ پاک دے چې هغه پوهيږى، او هغه د خلقو د هر عمل عدالت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan