Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 7:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 7:7
17 Iomraidhean Croise  

ما هغوئ مېده کړل او هغوئ د خاورې په شان شول، د کوڅې د خاورې په شان ما په هغوئ پښه راښکله.


د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى.


د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.


په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو


نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.


دانيال وفرمائيل چې، ”په هغه شپه ما په رويا کښې وليدل چې هلته زما په وړاندې د آسمان هواګانې د څلورو خواو نه د سمندر په مخ په تېزه لګېدلې.


دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل.


هغه څلور ښکرونه کوم چې د هغۀ يو مات شوى ښکر په ځائ راوتلو د دې مطلب دا دے چې د اول بادشاهۍ نه به څلور نورې بادشاهۍ جوړې شى خو يو به هم دومره زور طاقت نۀ لرى.


بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو.


بيا يوه بله نښه په آسمان کښې ښکاره شوه چې يوه لويه سره اژدها وه چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو او په سرونو يې اووۀ واړه تاجونه وُو.


بيا ما د سمندر نه يوه بلا په راوتو وليده. د هغې لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، او د هغې په ښکرونو لس واړه تاجونه وُو او د دې په هر سر د کُفر جدا جدا نومونه وُو.


کوم لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چې هغوئ لا حکومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به د يوې ګينټې دپاره د بلا سره د بادشاهۍ اختيار ومومى.


خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم.


کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan