Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د دې نه وروستو، ما يو بل ځناور وليدو، هغه لکه د پړانګ په شان وو. او د دۀ په شا لکه د مارغۀ په شان څلور وزرې وې. د دې ځناور څلور سرونه وُو، او دۀ ته يې د حکومت کولو اختيار ورکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 7:6
10 Iomraidhean Croise  

هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د طاقتورو وزرو او د اوږدو او رنګينه بڼو والا غټ باز لبنان ته راغلو. هغۀ د دِيار لوړه څوکه راونيوله.


نو بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”تا ته پته ده چې زۀ ولې تا له راغلے يم؟ زۀ به زر د فارس د شهزاده خلاف جنګ له واپس لاړ شم، او څنګه چې زۀ لاړ شم، د يونان شهزاده به راشى،


ستا نه وروستو، به يوه بله بادشاهى قائمه شى چې ستا د بادشاهۍ نه به کمزورې وى، او بيا به درېمه بادشاهى راشى، د زېړو به وى، او دا به په ټوله زمکه حکمرانى وکړى.


اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو.


نو بيا زما په وړاندې ما دوېم ځناور وليدو، کوم چې د مېلو په شان ښکارېدو. دا په خپل يو طرف باندې اوچت کړے شو، او دۀ درې پښتۍ په خپله خولۀ کښې د غاښونو په مينځ کښې نيولې وې. هغۀ ته وئيل کېدۀ، پاڅه او په غوښو ځان موړ کړه.


نو زۀ به اوس په تاسو باندې لکه د ازمرى په شان حمله وکړم. د پړانګ په شان به زۀ تاسو ته په لار کښې پټ ناست يم.


او کومه بلا چې ما وليده، هغه د پړانګ په شان وه خو د هغې پښې د مېلو په شان وې او خولۀ يې د ازمرى په شان وه. او اژدها هغې ته خپل طاقت، بادشاهى او لوئ اختيار ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan