Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 7:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 7:4
27 Iomraidhean Croise  

ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.


نو بيا انسان څۀ څيز دے يو مېږے کۀ يا يو چينجے؟ د خُدائ پاک په نظر کښې د يو انسان څۀ اهميت دے؟“


تۀ مالِکه خُدايه يره باندې هغوئ ويروه، قومونه تۀ په دې پوهه وه چې هغوئ فانى دى.


مالِک خُدائ لکه د يو طاقتور ازمرى په شان کله چې د خپل غار نه راوځى او په خلقو حمله وکړى نو دغه شان به د ظالم تيره تُوره او د مالِک خُدائ سخت قهر به د هغوئ مُلک تباه کړى.“


وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګورئ، يو قوم د باز په شان خپلې وزرې خورې کړې او په موآب باندې راغوټه کيږى.


لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.


زمونږ دشمنان به د باز نه زيات تېز وُو، کۀ مونږ به غرونو ته وزغلېدو نو هلته به يې پېدا کړُو او کۀ په صحرا کښې به پټ شُو نو هغوئ به هلته زمونږ انتظار کولو.


هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د طاقتورو وزرو او د اوږدو او رنګينه بڼو والا غټ باز لبنان ته راغلو. هغۀ د دِيار لوړه څوکه راونيوله.


”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.


ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.


هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې.


په هم هغه وخت کښې کله چې زما عقل کار شروع کړو، نو زما عزت او شان و شوکت ما ته د خپلې بادشاهۍ دپاره واپس مِلاو شو او زما مشيرانو او آفسرانو ما ته حلف راکړو، زۀ په خپل تخت باندې دوباره کښېناستلم. او د پخوا نه زما عزت نور هم زيات شو.


د هغه نورو درېو واړو ځناورو نه قدرت واخستلے شو، خو هغوئ ته د لږ وخت دپاره د ژوندى پاتې کېدلو اجازت مِلاو شو.


نو بيا زما په وړاندې ما دوېم ځناور وليدو، کوم چې د مېلو په شان ښکارېدو. دا په خپل يو طرف باندې اوچت کړے شو، او دۀ درې پښتۍ په خپله خولۀ کښې د غاښونو په مينځ کښې نيولې وې. هغۀ ته وئيل کېدۀ، پاڅه او په غوښو ځان موړ کړه.


چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.


مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى.


او کومه بلا چې ما وليده، هغه د پړانګ په شان وه خو د هغې پښې د مېلو په شان وې او خولۀ يې د ازمرى په شان وه. او اژدها هغې ته خپل طاقت، بادشاهى او لوئ اختيار ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan