دانيال 7:27 - Pakistani Yousafzai Pashto27 نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى. Faic an caibideil |
ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.