Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 7:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 نو بيا هغۀ ما ته ووئيل چې، دا څلورم ځناور هغه د دُنيا څلورمه بادشاهى ده کومه چې به په زمکه راښکاره شى. دا به د نورو ټولو بادشاهتونو نه مختلفه وى او دا به ټوله زمکه تيره کړى، او د پښو لاندې او ريچې ريچې به يې کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 7:23
5 Iomraidhean Croise  

په آخر کښې به بيا څلورمه بادشاهى راشى چې د اوسپنې په شان به مضبوطه وى ځکه چې اوسپنه هر څۀ ماتوى او ټوټه ټوټه کوى، نو بيا څنګه چې اوسپنه څيزونه ټوټه ټوټه کوى نو داسې به هغه نور ټول مات او ټوټه ټوټه کړى.


ترڅو چې هغه ازلى ذات راغلو او د خُدائ تعالىٰ د مقدسينو په حق کښې يې د عدالت اعلان وکړو. او بيا هغه وخت راغلو چې هغوئ ته بادشاهى مِلاو شوه.


هغه لس ښکرونه لس بادشاهان دى څوک چې به د دې بادشاهۍ نه راشى. د دوئ نه وروستو به يو بل بادشاه پېدا شى، هغه به د مخکښېنو نه مختلف وى، هغه به درې بادشاهان ختم کړى.


د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.


په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردم‌شمارى وشى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan