12 د هغه نورو درېو واړو ځناورو نه قدرت واخستلے شو، خو هغوئ ته د لږ وخت دپاره د ژوندى پاتې کېدلو اجازت مِلاو شو.
ورته مې هم هغه شان کتل ځکه چې هغه ورکوټے ښکر د کبر نه ډکې خبرې کولې. تر هغې پورې مې ورته کتل چې هغه څلورم ځناور مړ کړے شو او د دۀ لاش تباه او بَل شوى اور ته وغورزولے شو.
نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.
ما هغه وليدو چې په هغه ګډ يې په ډيرې غصې سره حمله وکړه، هغه ګډ يې لاندې راوغورزولو او د هغۀ دواړه ښکرونه يې ټوټه ټوټه کړل. د هغۀ په نسبت هغه ډېر کمزورے وو چې د هغۀ مقابله يې کړے وے، چېلى هغه لاندې په زمکه راوغورزولو او د پښو لاندې يې کړو، او چا هم هغه ګډ د هغۀ د زور نه بچ کولے نۀ شو.