Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 7:1
34 Iomraidhean Croise  

څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“


د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ حاضر يم.“


په نيمه شپه ما يو يروونکے خوب وليدو، دا په هغه وخت وو چې خلق په دروند خوب اودۀ وُو،


اوس لاړ شه او دا الفاظ په يو کِتاب کښې وليکه. چې دا د راروانو وختونو دپاره د تل دپاره يوه ګواهى شى.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا دا وليکه چې، د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم پېغمبر چې خوب ليدلے دے هغه دې بې‌شکه خپل خوب بيان کړى، خو چې په چا زما کلام نازل شوے دے هغه دې په وفادارۍ سره کلام خلقو ته واوروى. تش بوس د غنمو برابر دى څۀ؟“


ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او بابليان به خپل غلامان جوړ کړى.


بيا يرمياه يو بل تش طومار راواخستلو او باروک ليکوال د نيرياه زوئ له يې ورکړو، نو څنګه به چې يرمياه فرمائيل نو هغه ټول الفاظ يې په کښې دوباره وليکل کوم چې په هغه طومار کښې ليکلے شوى وُو چې يهويقيم د يهوداه بادشاه په اور کښې اچولے او سوزولے وو. او د هغې نه علاوه يې نوره هم په دې موضوع رڼا واچوله.


نو بيا يرمياه باروک د نيرياه زوئ راوغوښتلو، او کله چې يرمياه هغۀ ته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو، نو باروک هغه په يو طومار کښې وليکل.


په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.


د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.


نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.


د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو.


بادشاه دانيال نه تپوس وکړو، چا ته به يې چې بيلطشضر وئيل، ”آيا تۀ ما ته دا وئيلے شې چې ما څنګه خوب ليدلے دے او د هغې تعبير کولے شې؟“


کله چې ما لا په خوب کښې د دې رويا په حقله سوچ کولو، نو ومې ليدل چې د آسمان نه يوه مقدسه فرښته راکوزېده، چې اخوا ديخوا يې کتل.


ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.


يوه ورځ بيلشضر بادشاه يوه لويه مېلمستيا تياره کړه او د خپلو آفسرانو نه يې زر کسان راوغوښتل او د هغوئ سره يې يوځائ مے وڅښل.


خو تا د هغۀ زويه بيلشضره، خپل ځان د هغۀ په وړاندې عاجز نۀ کړے شو، باوجود د دې چې تۀ په دې هر څۀ باندې خبر وې.


نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،


نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.


زۀ دانيال، د هغه هر څۀ په حقله پرېشانه وم څۀ چې ما ليدلى وُو، او زما رويا زۀ ويرولم.


د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.


د بيلشضر بادشاه د بادشاهۍ په درېم کال، ما دانيال بله رويا وليده، د هغې رويا نه وروستو کومه چې ما مخکښې ليدلې وه.


د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى، ستا مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.


يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.


بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى.


او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.


ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.


ما ته فخر کول ضرورى دى، اګر کۀ دا فائده مند نۀ دى خو زۀ به د مالِک د روياګانو او د مکاشفې ذکر وکړم.


د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې، څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى.


او کله چې اوو واړه تندرونه وګړزېدل، نو ما دا ليکل نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا پټ وساته څۀ چې اوو واړه تندرونو ووئيل، او دا مۀ ليکه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan