Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بيا وزيران او لوئ آفسران په يو ځائ بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داريوس بادشاه دې د تل دپاره ژوندے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 6:6
13 Iomraidhean Croise  

او جواب مې ورکړو، ”بادشاه سلامت، خُدائ دې تا له ډېر عُمر درکړى. زۀ به ولې خفه نۀ يم چې په کوم ښار کښې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى هغه تباه شوے دے او د هغې دروازې په اور تباه شوې دى؟“


ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.


تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟ کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى.


نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“


هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته ووئيل چې، ”اے بادشاه، تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې.


خو کله چې د بادشاه مور د بادشاه او د هغۀ د مشيرانو شور شرابه واورېده، نو هغه د مېلمنو هال ته راننوتله. هغې ووئيل چې، ”اے بادشاه سلامت تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. مۀ وارخطا کېږه، ډېر مۀ زېړېږه.


نو بيا دا کسان په يو ځائ لاړل او دانيال يې وليدلو چې دُعا يې کوله او د خپل خُدائ پاک نه يې مدد غوښتلو.


دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې.


کله چې پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس مقدمه داسې شروع کړه، وئيل يې چې، ”صاحبه، ستا په وجه مونږ په پوره امن ژوند تېروو او ستا د خيال کولو په سبب په دې صوبه کښې د ترقۍ کارونه روان دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan