5 آخر هغه کسانو دا ووئيل چې، ”دې طريقې سره به مونږ په دانيال هيڅ قِسمه اِلزام ونۀ لګولے شُو. خو يوه خبر ده چې د اِلزام باعث جوړېدے شى يعنې د هغۀ د خُدائ پاک د شريعت په حقله.“
نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو ټولو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې.
بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.
کوم ښار ته چې ما تاسو جلاوطن کړى يئ د دغه ښار خير غواړئ. او مالِک خُدائ ته د هغې دپاره دُعا کوئ، ځکه کۀ چرې په هغې کښې خير وى، نو تاسو به هم په خير يئ.
بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى.
فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“