دانيال 6:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بېايمانى يې نۀ کوله. Faic an caibideil |
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“
ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“