Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 6:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 6:24
13 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې فرمائيلى وُو، ”مور او پلار دې د بچو د جرمونو په وجه نۀ شى وژلے او د مور پلار د جرمونو په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، يو کس دې صِرف د خپل جرم په وجه ووژلے شى.“


نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.


خو اِستَر بادشاه له لاړه او بادشاه د دې نتيجې سره يو ليکلے فرمان جارى کړو چې همان د يهوديانو دپاره کومه منصوبه جوړه کړې وه نو هغه ورته اولټه راوګرځېده او هغه او د هغۀ زامن په دار باندې پهانسى کړے شول.


زما دشمنان دې په خپلو بدو کښې په خپله راګېر شى، او خپله وفادارى دې وښايه او دوئ تباه کړه.


صادق سړے د تکليفونو نه خلاص وى، او دا تکليفونه د هغوئ په ځائ په بدعمله خلقو باندې راځى.


دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.


ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.


نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.


خو د بادشاه حکم ډېر زورَور وو او بټۍ ډېره زياته ګرمه شوې وه نو ځکه د اور شغلو هغه فوجيان وسوزول او مړۀ يې کړل چا چې شدرک، ميشک او عبدنجو د اور په بټۍ کښې وغورزول.


د چا بچو چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے او د چا مور پلار چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، هر څوک به صرف د خپلو جرمونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan