17 يو ګټ راوړلے شو او د غار په خولۀ کېښودے شو، او بادشاه پرې خپل مهر او د خپلو حاکمانو مهرونه يې پرې ولګول، د دې دپاره چې څوک دانيال بچ نۀ کړى.
هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.
صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“
هغوئ زۀ ژوندے په کنده کښې ورواچولم او په ما يې کاڼى راوويشتل.
د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى.
فرښتې هغه عالِم ارواح ته وغورزولو، بند يې کړو او مهر يې پرې ولګولو، د دې دپاره چې هغه بيا تر هغې قومونه دوکه نۀ کړى ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وى. د هغې نه پس به هغه بيا د لږ وخت دپاره آزاد کړے شى.