Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 6:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 6:13
9 Iomraidhean Croise  

نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو ټولو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې.


په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه.


نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“


او هر څوک چې دې مجسمې ته سجده ونۀ کړى او د هغې عبادت ونۀ کړى، نو هغه به د بل شوې اور بټۍ ته ضرور وغورزولے شى.


خو اے بادشاه سلامت، دلته يو څو يهوديان دى څوک چې تا د بابل په صوبې باندې مشران مقرر کړى دى، شدرک، ميشک او عبدنجو، څوک چې تا له توجو نۀ درکوى. نۀ هغوئ ستا د معبودانو خِدمت کوى او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت کوى کومه چې تا ودرولې ده.“


نو په دې موقع څۀ نجوميان بادشاه له ورغلل او د يهوديانو خلاف يې سخت شکايت وکړو.


نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟


او ياسون هغوئ د ځان سره دېره کړى دى. هغوئ د قيصر ټول قانون د پښو لاندې کړے دے او دا وائى چې دلته يو بل بادشاه دے چې نوم يې عيسىٰ دے.“


خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan