1 داريوس دا فېصله وکړه چې ټوله بادشاهى په يو سل او شل صوبو باندې تقسيم کړى، او هغۀ لوئ آفسران مقرر کړل چې په هره صوبه حکمرانى وکړى.
د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو.
قومونه د بابل خِلاف د جنګ دپاره تيار کړئ. د مادى بادشاهان، د هغوئ حکمرانان او د هغوئ ټول مشران، او هغه ټول مُلکونه چې هغوئ ورباندې حکومت کوى راوغواړئ چې د هغوئ خلاف جنګ وکړى.
او د داريوس ميدى د بادشاهۍ په اول کال، زۀ ودرېدلم چې هغه مضبوط او تکړه کړم.
نو بيا بادشاه ټولو حکمرانانو، مشيرانو، خزانچيانو، قاضيانو او د صوبو آفسرانو ته پېغام ولېږلو چې د مجسمې د لګولو مراسمو له راشئ کومه چې هغۀ ودرولې وه.
داريوس ميدى چې د دوو شپيتو کالو وو نو بادشاهى يې ونيوله.
بادشاه دانيال او دوه نور کسان په دې آفسرانو سر پرست مقرر کړل چې په آفسرانو او د بادشاه په ګټو باندې نظر وساتى.
د مادى د اخسويرس د زوئ داريوس د بادشاهۍ په اول کال څوک چې د بابليانو بادشاه جوړ شو،
او يا د حاکمانو چې هغه د بدکارانو د سزا او د نېکانو د تعريف دپاره هغۀ مقرر کړى دى.