Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 5:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو بيا بيلشضر بادشاه نور هم يرې واخستو او د هغۀ رنګ نور هم زېړ شو. او د هغۀ ټول آفسران هم پرېشانه شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 5:9
12 Iomraidhean Croise  

خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره، و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.


هغوئ هلته د يرې نه شول په لړزان، څنګه چې په تکليف پېدا کيږى ماشومان.


نو زۀ به ستاسو نه دا يو تپوس وکړم چې ولې سړى بچى راوړى څۀ؟ نو دا ولې زۀ چې هر يو تکړه سړى ته ګورم نو لکه د يوې بيمارې ښځې په شان چې د ماشوم د پېدا کېدو وخت يې رانزدې شوے وى هغسې يې لاسونه په خپله ګېډه باندې اېښى وى او هر يو لکه د مړى په شان تک زېړ شوى وى؟


”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.


نو زۀ يواځې پاتې شوم چې دا عظيمه رويا وګورم. په ما کښې طاقت پاتې نۀ شو، زما رنګ د مړى په شان تک زېړ شو او بې‌دمه شوم.


د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو.


د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.


هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول.


نو بيا د زمکې بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، مالدارانو، طاقتورو، غلامانو او آزادو ټولو خلقو په غارونو او د غرونو په ګټانو کښې خپل ځانونه پټ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan