8 نو بيا د بادشاه ټول هوښياران راغلل، خو هغوئ هغه ليکل ونۀ شُو لوستلے او نۀ يې بادشاه ته دا وئيلے شُو چې د دې څۀ مطلب دے.
سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.
خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، د تباهۍ تُوره دې بابل تباه کړى. هغه دې د بابل ټول اوسېدونکى او د هغۀ آفسران او هوښياران خلق تباه کړى.
دانيال جواب ورکړو، ”د کوم راز چې بادشاه تپوس کوى هغه هيڅ يو هوښيار، فالګر، جادوګر، او نجومى نۀ شى کولے چې هغه راز بيان کړى،
نبوکدنضر بادشاه ووئيل، ”دا هغه خوب دے چې ما وليدلو. نو بيا بيلطشضره، تۀ ما ته د دې تعبير بيان کړه ځکه چې زما يو شاهى مشير هم ما له د دې تعبير نۀ شى راکولے. خو تۀ يې راکولے شې ځکه چې د مقدسو معبودانو روح په تا کښې دے.“
ما نبوکدنضر په خپل محل کښې په آرام او عېش عشرت سره ژوند کولو.
نو کله چې جادوګر، فالګر، نجوميان او قسمت معلومونکى راغلل، ما هغوئ ته خوب ووئيلو خو هغوئ د هغې تعبير ما ته ونۀ کړے شو.
زما په وړاندې هوښياران او جادوګران راوستلے شوى وُو چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او ما ته يې مطلب بيان کړى، خو هغوئ د دې مطلب بيان نۀ کړے شو.