5 او ناګهانه د انسان د لاس ګوتې راښکاره شوې او د شاهى محل د دېوال په پلستر باندې د شمعدان سره نزدې ليکل وکړل. کله چې هغه لاس ليکل کول نو بادشاه په خپله هغه وليدلو.
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.
هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو.
نو سمدستى هغه څۀ پوره شُو څۀ چې د نبوکدنضر په حقله وئيلى شوى وُو. هغه د خلقو د مينځ نه وشړلے شو او د ځناورو په شان يې ګياه وخوړله. د هغۀ په بدن پرخه ورېدله تر هغې پورې د هغۀ وېښتۀ لکه د شاهين د بڼو په شان لوئ شُو او د هغۀ نوکونه لکه د مارغانو د پنجو په شان اوږدۀ شول.
زما په وړاندې هوښياران او جادوګران راوستلے شوى وُو چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او ما ته يې مطلب بيان کړى، خو هغوئ د دې مطلب بيان نۀ کړے شو.
کله چې هغوئ مے څښل، نو بيا هغوئ د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنو، د لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو.
د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.
نو بيا د بادشاه ټول هوښياران راغلل، خو هغوئ هغه ليکل ونۀ شُو لوستلے او نۀ يې بادشاه ته دا وئيلے شُو چې د دې څۀ مطلب دے.
هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل.