30 نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،
خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.
اے بابليانو، ما تاسو ته لټ کېښودلو، خو تاسو پرې خبر نۀ وئ خو په کښې ګرفتار شوئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خلاف جنګ وکړو.
خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د بابل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.
قاصدان د يو بل نه مخکښې کيږى او په منډه دى چې د بابل بادشاه ته دا پېغام ورسوى او په دې يې خبر کړى چې د هغۀ ټول ښار قبضه شو،
خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
نو ځکه تاسو به اولنى خلق يئ چې جلاوطن به شئ، او ستاسو مېلې او غزېدل به ختم شى.“