دانيال 5:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 نو بيا هغوئ د سرو زرو جامونه او پيالۍ راوړې کومې چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه راوړلے شوې وې، او بادشاه او د هغۀ آفسرانو، د هغۀ ښځو او د هغۀ وينځو په هغو کښې وڅښل. Faic an caibideil |
بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.