Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 5:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 5:29
7 Iomraidhean Croise  

فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو.


مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.


د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى.


بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو.


خو اوس ما دا اورېدلى دى چې تۀ تعبير ورکولے شې او مشکلې مسئلې حل کولے شې. کۀ تۀ دا ليکل لوستلے شې او ما ته د دې مطلب بيانولے شې، نو ستا د عزت دپاره به تا ته کاسنى شاهى چُوغه درواغوستلے شى او ستا په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به درته درېم لوئ مقام درکړے شى.“


نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“


بادشاه دانيال او دوه نور کسان په دې آفسرانو سر پرست مقرر کړل چې په آفسرانو او د بادشاه په ګټو باندې نظر وساتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan