Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 5:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 د فرسين، معنىٰ دا ده چې تقسيم، ستا بادشاهى تقسيم شوې ده او هغه ميديانو او فارسيانو ته ورکړے شوې ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 5:28
16 Iomraidhean Croise  

”دا د فارس د خورس بادشاه حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمان خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران جوړ کړے يم او ما له يې دا ذمه وارى راکړې ده چې د هغۀ دپاره د يروشلم په يهوداه کښې يو کور جوړ کړم، نو تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک خلق يئ، هلته ځئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ ميديانيان راپارومه چې په بابل باندې حمله وکړى، ځکه چې هغوئ نۀ د سپينو زرو پرواه ساتى او نۀ هغوئ دپاره سرۀ زر څۀ معنىٰ لرى.


ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د بابل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى.


داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.


زۀ به په دې مُلک هغه ټول افتونه راولم کوم چې ما د دۀ خلاف بيان کړى دى، او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کوم چې د يرمياه نبى په ذريعه د ټولو قومونو خلاف پېشګوئې شوې ده.


قومونه د بابل خِلاف د جنګ دپاره تيار کړئ. د مادى بادشاهان، د هغوئ حکمرانان او د هغوئ ټول مشران، او هغه ټول مُلکونه چې هغوئ ورباندې حکومت کوى راوغواړئ چې د هغوئ خلاف جنګ وکړى.


د دې مجسمې سر د خالصو سرو زرو نه جوړ شوے وو، د هغۀ سينه او لاسونه د سپينو زرو نه، د هغۀ ګېډه او پتونونه د زېړو نه جوړ وُو،


ستا نه وروستو، به يوه بله بادشاهى قائمه شى چې ستا د بادشاهۍ نه به کمزورې وى، او بيا به درېمه بادشاهى راشى، د زېړو به وى، او دا به په ټوله زمکه حکمرانى وکړى.


داريوس ميدى چې د دوو شپيتو کالو وو نو بادشاهى يې ونيوله.


نو دانيال د داريوس بادشاه په حکومت کښې او د فارس د بادشاه خورس په حکومت کښې ډېر مخکښې شو.


نو اوس، اے بادشاه سلامت، دا حکم جارى کړه او مهر پرې ولګوه چې څوک هم دا بدل نۀ کړے شى، لکه د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق چې نۀ منسوخ کېدونکے دے.“


کوم د دوو ښکرو ګډ چې تا وليدو دا د مادى او فارس د بادشاهانو نمائندګى کوى.


د مادى د اخسويرس د زوئ داريوس د بادشاهۍ په اول کال څوک چې د بابليانو بادشاه جوړ شو،


يعنې پارتهيان، ميديان، عيلاميان، او د مسوپتاميه اوسېدونکى، د يهوديه، کپدوکيه، پونطوس، آسيه،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan