مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى.
اے د ديبون اوسېدونکو د خپل شاندار تخت نه راکوز شئ او په خشکه زمکه او خاورو کښېنئ، ځکه هغه چا چې موآب تباه کړو هغه به ديبون هم ټوټه ټوټه کړى. او هغه به ستاسو ټولې قلعه ګانې راوغورزوى.
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، مِصر او د هغۀ اِتحاديان به ووژلے شى او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى. د مجدال نه تر اسوان پورې به هغوئ د هغۀ سره په تُوره قتل کړے شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.