دانيال 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 کله چې بيلشضر خپل مے څښل، نو هغۀ حکم وکړو چې هغه د سرو زرو او سپينو زرو جامونه او پيالۍ راوړئ کومې چې د هغۀ پلار نبوکدنضر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه راوړې وې، چې بادشاه او د هغۀ آفسران، د هغۀ ښځې او د هغۀ وينځې په کښې مے وڅښى. Faic an caibideil |
بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.