Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دانيال 5:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 اے بادشاه سلامت، خُدائ تعالىٰ ستا پلار نبوکدنضر ته بادشاهت، لويوالے، جلال او شان و شوکت ورکړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دانيال 5:18
25 Iomraidhean Croise  

اويل‌مرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په بابل کښې جلاوطن وُو.


مالِک خُدائ تعالىٰ څومره د رُعب داب مالِک دے، هغه په ټولې دُنيا لوئ بادشاه دے.


شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.


زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم، اے خُدائ تعالىٰ زۀ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم.


خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده.


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.


ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او بابليان به خپل غلامان جوړ کړى.


او کله چې يو انسان د خُدائ تعالىٰ په وړاندې د بل چا حق په زور وهى،


ولې د خُدائ تعالىٰ د خوا نه ښۀ او بد دواړه نۀ راځى؟


نو ځکه ما هغه د غېرو مُلکونو بادشاهانو ته حواله کړه چې د هغې د ګناهونو په مطابق ورسره رفتار وکړى. ما هغه يوې خوا ته وغورزوله،


د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“


نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.


زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى.


تۀ به د خلقو نه وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به اوسېږې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې. په دې به اووۀ کالونه تير شې ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.“


د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.


هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.


زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“


نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده.


نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم.


اګر کۀ خُدائ تعالىٰ د انسان په لاس جوړ شوې کور کښې نۀ اوسى، لکه څنګه چې نبى اِشاره کړې ده،


خُدائ تعالىٰ قومونو له خپل خپل ميراث ورکړو، کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومونه به په کوم کوم ځائ کښې اوسيږى، چې هر يو قوم د خپل هغه معبود سره اوسيږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan